ایران اعلان وکړ چې "په سیمه کې د ترهګرۍ او جاسوسۍ مرکزونه" د بالستیک توغندیو سره په نښه کړل.
ایران په سوریه او عراق کې په ګنشمیر نقطو د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل
ایران اعلان وکړ چې "په سیمه کې د ترهګرۍ او جاسوسۍ مرکزونه" د بالستیک توغندیو سره په نښه کړل.
د ايران د رسمي خبري اژانس ايرنا د خبر له مخې، د سپاه پاسداران د پوځ د بیان پر بنسټ، په سيمه کې د جاسوسۍ مرکزونه او د ايران ضد ترهګرو ډلو د تجمع مرکزونه د بالستيک توغنديو سره په نښه کړي دي.
په خبر کې زیاته شوې ده ، " د ایران د دښمنانو د وروستیو ترهګریزو جنایتونو په ځواب کې، د سپاه پاسداران ځواکونو تیره شپه د جاسوسۍ او ترهګرو مرکزونه د بالستیک توغندیو سره په نښه او له منځه یوړل."
په بیان کې ویل شوي چې د سوریې په خاوره کې د داعش ترهګرې ډلې پر هدفونو سربیره د عراق په اربیل ښار کې د اسرائیلو د بهرنۍ استخباراتي ادارې موساد مرکز هم د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه شوی دی.
په بیان کې راغلي دي چې دا بریدونه د کرمان ښار ځانمرګی چې داعش ترهګرې ډلې یې مسوولیت په غاړه اخیستی، په راسک ښار کې د امنیتی ځواکونو په نښه کولو برید او په سوریه کې د سپاه پاسداران د پوځ یو جګپوړی قوماندان رضا موسوی وژلو په ځواب کې ترسره شوي دي.
په سیمه ایزو رسنیو کې په خبرونو کې ویل شوي چې د چاودنو غږونه په ډیرو سیمو کې اوریدل شوي، په ځانګړې توګه په اربیل کې د امریکا قونسلګرۍ او د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ایتلاف مرکز چې د اربیل نړیوال هوایی ډګر ته نږدې موقعیت لري.
د اربیل والي امید خوشناو وویل دا بریدونه چې د ښار په ډیری ځایونو شوي او د ایران د انقلابي ګارډ اردو یې مسؤلیت په غاړه اخیستی، "غیر انساني ترهګریز" بریدونه وو.