په یمن کې حوثیانو چې د ایران د ملاتړ برښمند دي دا ځل امریکا پر جګړې وګواښله.

حوثیانو د امریکا پر خلاف د جګړې لپاره اماده ګي وښوده

2089127
په یمن کې حوثیانو چې د ایران د ملاتړ برښمند دي دا ځل امریکا پر جګړې وګواښله.

په یمن کې حوثیانو چې د ایران د ملاتړ برښمند دي دا ځل امریکا پر جګړې وګواښله.

د حوثیانو د سیاسي دفتر غړي علي الکهوم وویل چې ،"له یمن څخه، امریکایانو ته دا وایو، په یمن باندې به  ستاسو ټول اقدامات او بریدونه  ناکام شي او موږ به ستاسو د بریدونو پر وړاندې  د خپل  ټول قوت سره مقاومت وکړو. تاسو به د یمن ځواک ووینئ او مجبور به شۍ چې په ډیر ذلت سره دا سیمه پریږدۍ او وتښتۍ. "تاسو به د یمن هغه ځپونکي ځواک ووینئ، چې ستاسو غرور تش په نامه عظمت يي له منځه وړی."

الکهوم دې ته په اشارې سره چې یمن له خپل دولت، خلکو او پوځ سره له امریکا سره جګړې ته چمتو دی، وویل، "د یمن دولت، مشرتابه، وسله وال ځواکونه او خلک له امریکا سره د ښکاره جګړې لپاره چمتووالی نیسي. "دا د لوی ویاړ خبره ده چې د فلسطین او د امت د ټولو لاملونو په خاطر د امریکا، انګلستان او اسرائیلو په استازیتوب له لوی شیطان سره مستقیم مقابله وکړو."

الکهوم همداراز ټینګار وکړ چې له امریکا سره جګړه «یوه ژمنه شوې فتح او جهاد» دی.

هغه د دې خبرې سره چې په یمن باندې د امریکا د تیرې اونۍ حملې بې اغیزې وې، وویل: په یمن باندې د امریکا او انګلستان  حملو هیڅ ډول کومه نتیجه او یا هم  اغیزه نده کړې. "دا برید د یو هیواد پر ملي حاکمیت برید دی  او نړیوال قانون څخه سرغړونه ده."

الکهوم وويل: «د امريکا او انګلستان له خوا په نښه شوي هدفونه په هغو سيمو کې وو چې پخوا هم بمباري شوې وه او دا کومه نوې خبره نه ده. په هرصورت، دوی په یمن کې د جګړې اعلان کړی او له همدې امله باید د یمن بریدونه وزغمي.

علي الکهوم وویل: دا ترهګر امریکا ده او دا یې جرم دی. دا یوه ښکاره جګړه ده او دوام لري. دوی به په خپلو بریدونو پښیمانه شي او دروند قیمت به  پرې کړي. "یمن د خپل ستر ملت، دولت، مشرتابه، وسله والو ځواکونو او پوځي وړتیاوو سره  برلاسی او ستر دی."

الکهوم څرګنده کړه چې دوی به له امریکا سره تر هغه وخته پورې جګړه تر کومه چې غوڅه بریا ترلاسه کړي او د خپلو دښمنانو پر وړاندې به د دوی عکس العمل سخت وي.

په بحرالاحمر کې روان وضعیت :

د غزې په تړانګه باندې د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې، په یمن کې حوثیانو  چې  د ایران ملاتړ تر شا لري، د یمن په سواحلو کې د هغو سوداګریزو کښتیو نیول پیل کړي چې د دوی په وینا له اسرائیلي شرکتونو سره تړاو لري او د اکتوبر د میاشتې د ۳۱ مې نیټې  راهیسې یې پر ځینو کښتیو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو سره  بریدونه کړي دي.

امريکايي ځواکونو اعلان وکړ چې په دې موده کې يې څو ځلې له يمن څخه توغول شوي توغندي او کاميکازي بې پيلوټه الوتکې ويشتلي دي.

د حوثیانو د کړنو په تعقیب، ډیری بار وړونکو شرکتونو پریکړه وکړه چې په سره سمندر کې خپل سفرونه ودروي.

د نړۍ نږدې ۱۲ سلنه سوداګري د سویز کانال له لارې ترسره کیږي، کوم چې د مدیترانې سمندر له بحرالاحمر سره نښلوي او د اروپا او آسیا ترمنځ لنډه لار وړاندې کوي.

همداشان حوثیانو پرون په بحرالاحمر کې د امریکا اړوند په یوې کښتۍ د بالستیک توغندي سره برید وکړ چې امریکا هم ددې برید پخلی کړی دی.



اړوند خبرونه