اسرائیلو د حزب الله د ډلې یو بل مهم قومندان وواژه

د اسرائیلو پوځ د لبنان په سویل کې د حزب الله د ډلې د بې پیلوټه الوتکو د مشر علي حسین برجي د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیست.

2086752
اسرائیلو د حزب الله د ډلې یو بل مهم قومندان وواژه

د اسرائیلو پوځ د لبنان په سویل کې د حزب الله د ډلې د بې پیلوټه الوتکو د مشر علي حسین برجي د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیست.

د اسرائیلو د پوځ له خوا په خپورشوي بیان کې ویل شوي چې برجي د اسرائیلو هوايي ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.

په بیان کې  ویل شوي چې برجي د اسرائیلو پر خلاف د ترسره شوو یو زیات شمیر ډرون بریدونو رهبري او مشري په غاړه درلوده. هغه پر اسرائیلو د ترسره شوو یو زیات شمیر بریدونو مشري په غاړه درلوده."

په بیان کې دا هم ویل شوي چې د اسرائیلو د پوځ شمالي قومانداني "پرون د برجي لخوا تنظیم شوي برید" لخوا په نښه شوې وه.

د حزب الله غورځنګ د برجي د وژل کیدو پخلی کړی دی .  حزب الله غورځنګ د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د علي حسین برجي د هغه پر موټر د برید په نتیجه کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د اسرائیلو ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې هغه موټر چې د حزب الله یو قومندان برجي په کې سپور وو، د خیربیت السلیم په ښارګوټي کې په نښه شو.

اسرائیلو د جنورۍ په دویمه په بیروت کې د حماس د سیاسي دفتر مرستیال صالح العاروري او د تیرې دوشنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې د حزب الله یو جګپوړی قومندان ویسام حسین الطویل ووژل.



اړوند خبرونه