اسرائیلو د حزب الله یو مهم قومندان وواژه

د لبنان په جنوب کې د اسرائیلي پوځ په برید کې د حزب الله یو جګپوړی قوماندان وژل شوی دی.

2086002
اسرائیلو د حزب الله یو مهم قومندان وواژه

د لبنان په جنوب کې د اسرائیلي پوځ په برید کې د حزب الله یو جګپوړی قوماندان وژل شوی دی.

اسرائیل په لبنان کې د حزب الله په مراکزو بریدونو ته دوام ورکوي. د لبنان د امنیتي سرچینو له قوله ویل شوي، چې اسرائیلو د دغه هېواد په جنوب کې د مجدال سیلم په کلي کې د حزب الله د یوه جګپوړي قوماندان ویسام الطویل په موټر باندې د بې پیلوټه الوتکې برید وکړ. ویل شوي، چې د برید په پایله کې الطویل او د حزب الله یو غړی وژل شوي دي. یوه امنیتي چارواکي په یوه بیان کې ویلي چې وژل شوی قومندان په جنوب کې د حزب الله د عملیاتو په سمبالولو کې مهم نوم درلود.

اسرائیلو د اکټوبر په اوومه د غزې پر تړانګې د خپلو بریدونو نه وروسته د لبنان په سویل کې ګڼ هوايي بریدونه پیل کړل. په لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې تر اوسه د حزب الله لږ تر لږه ۱۳۰ غړي وژل شوي دي.

د بله پلوه د جنورۍ په دوهمه نیټه د لبنان په پلازمینه بیروت کې د حماس د سیاسي دفتر مرستیال صالح العاروري او د حماس ۶ تنه غړي په هوايي برید کې ووژل شول. حزب الله اعلان کړی چې په غچ کې یې د اسرائیلي پوځ یوه پوځي هډه په ۶۲ راکټونو وویشتله.

د حزب الله مشر حسن نصرالله تېره اوونۍ په خپل یوه بیان کې اسرائیلو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل، که څوک له موږ سره د جګړې فکر وکړي، په یوه کلمه به پښیمانه شي.


پيوندونه: #حزب الله , #اسرائیل

اړوند خبرونه