په غزه کې د ځاني تلفاتو شمیره ۱۸۰۰۰ تنو ته ورسیده

د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیر ۱۷ زره ۹۹۷ تنو ته لوړ شو.

2075089
په غزه کې د ځاني تلفاتو شمیره ۱۸۰۰۰ تنو ته ورسیده

د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیر ۱۷ زره ۹۹۷ تنو ته لوړ شو.

د غزې حکومت خبر ورکړی، چې د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې تړانګې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۱۷ زره ۹۹۷ ته لوړ شوی، چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي.

د فلسطیني رسنیو د خبر له مخې د اسرائیلو جنګي الوتکو د رفاح ښار د تل سلطان په ګاونډ کې یو کور بمبار کړی دی. په دغه برید کې ۶ فلسطینیانو چې ډېری یې ماشومان وو، خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ شمېر کسان ټپیان شول.

د نصیرات د کډوالو په کمپ کې پر یوه کور په برید کې د ۳ ماشومانو په ګډون ۵ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اسرائیلي ځواکونو همداشان د غزې په مرکزي برخه کې د المغازي د کډوالو په کمپ، د غزې د ښار په ختیځ کې د الشجاعیه په ولسوالۍ او په شمال کې د سیبالیا د مهاجرینو په کمپ باندې ډیر هوايي بریدونه کړي دي.

د اسرائیلو پوځ د سیبالیا د کډوالو په کمپ کې د ملګرو ملتونو (UN) یو ښوونځی بمبار کړ، چې سلګونه بې ځایه شوي کسان په کې مېشت وو.

ویل شوي، چې په دې برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



اړوند خبرونه