د عراق د پلازمېنې بغداد په زرغون سیمه کې د امریکا پر سفارت راکټي بریدونه شوي دي.
په بغداد کې د امریکا پر سفارت راکټي برید شوی
د عراق د پلازمېنې بغداد په زرغون سیمه کې د امریکا پر سفارت راکټي بریدونه شوي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د عراق په پلازمینه بغداد کې په زرغون خوندي سیمه کې چیرته چې د دولتي ادارات او بهرنیو هیوادونو سفارت خانې شتون لري د امریکا پر سفارت راکټي برید شوی دی. یو راکټ د امریکا د سفارت ودانۍ ته څېرمه لګیدلی دی. ویل کیږي د سفارت مخې ته د څلورو چاودنو غږونه اورېدل شوي او له ودانۍ څخه د د خطر زنګونو غږونه اورېدل شوي.
که څه هم د برید پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې د اوښتي ځاني او مالي تلفاتو په اړه هم څه ندي ویل شوي. د یادولو وړ ده چې د اسرائيلو لخوا پر غزې د بریدونو د پيلیدو وروسته په ځانګړې توګه په عراق او سوریه کې د امریکا پر پوځي هډو او مرکزونو بریدونه ډیر شوي دي. ویل کیږي د اکتوبر د اومې نیټې راپدیخوا په عراق او سوریه کې د امریکا او نړۍوالو ائتلافي ځواکونو پر هډو تر ٧٠ زيات بريدونه شوي دي. د ډېرو بریدونو پړه د عراق د اسلامي مقاومت ډلې په غاړه اخیستې، چې د ایران پلوه شیعه ملېشو یوه ډله ده.