د حزب الله مشر د حماس او الجهاد د ډلو د مشرانو سره وکتل

د حزب الله حسن نصرالله د اکتوبر له اوومې راهیسې د لومړي ځل لپاره د حماس او اسلامي جهاد له لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.

2055684
د حزب الله مشر د حماس او الجهاد د ډلو د مشرانو سره وکتل

د حزب الله حسن نصرالله د اکتوبر له اوومې راهیسې د لومړي ځل لپاره د حماس او اسلامي جهاد له لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.

په لبنان کې د حزب الله حسن نصرالله  د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ له سکرتر جنرال زیاد النحلي او د حماس د سیاسي دفتر له مرستیال صالح العروي سره چې د اکټوبر له اتمې راهیسې له اسرائیلي پوځ سره په جګړه بوخت دی، ولیدل.

د حزب الله له رسمي ټیلیګرام حساب څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې درې اړخیزه ناسته کې د غزې پر وروستیو پرمختګونو، په ځانګړې توګه د حماس له خوا د اسرائیلو پر ضد د «اقصی سیلاب» برید او د لبنان او اسرائیلو پر پوله د شخړو په اړه خبرې وشوې.

په اعلاميه کې ويل شوي چې په غزې او فلسطين باندې د اسرائيلو د وحشيانه حملو د بندولو لپاره په دغه حساس بهير کې د رښتينې بري د ترلاسه کولو لپاره د مقاومت جبهه څه کولو ته اړتيا لري په اړه د نظر تبادله شوې ده .

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په دې ناسته کې د ورځني پرمختګونو په تعقیب او دوامداره همغږي ساتلو ټینګار وشو.

د حماس وسله والې څانګې، عزالدین القسام ځواکونو  د اکتوبر په اوومه سهار د "اقصی سیلاب" په نوم پر اسرائیلو پر خلاف  پراخ برید پیل کړ.



اړوند خبرونه