سعودي عربستان د تورکیې او سوریې زلزله ځپلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي
سعودي عربستان د فبرورۍ په شپږمه په تورکیه او سوریه کې د رامنځته شوې سترې زلزلې زلزله ځپلو خلکو ته خپله ۱۹مه مرستندویه الوتکه واستوله.
2021010
سعودي عربستان د فبرورۍ په شپږمه په تورکیه او سوریه کې د رامنځته شوې سترې زلزلې زلزله ځپلو خلکو ته خپله ۱۹مه مرستندویه الوتکه واستوله.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس SPA راپور ورکړی چې د ۲۷ ټنو څخه ډیر طبي توکي او تجهیزات باندې بار ۱۹ مرستندویه الوتکه د پلازمینې ریاض د ملک خالد نړیوال هوایی ډګر څخه د تورکیې د غازي انټیپ ولایت د هوایي ډګر پر لور حرکت وکړ.
ویل شوي چې دغه مرستو بار الوتکه کې د تورکیې او سوریې د زلزله ځپلو لپاره د سعودي عربستان له خوا د جوړ شوي «مرستې پل» د یوې برخې په توګه استول شوې ده.
سعودي عربستان د شنبې په ورځ تورکیې ته خپله ۱۸ مرستندویه الوتکه استولې وه.