سعودي عربستان د روسیې او اوکراین د ستونزې د حل په خاطر د سترې غونډې کوربه توب وکړ

د سعودي عربستان په جده ښار کې د روسیې او اوکراین  روان  کړکېچ  ته د حل لارې د موندولو په موخه  په جوړې شوې غونډه کې  "مشورو د دوام" په اړه توافق وشو.

2021039

د سعودي عربستان رسمي اژانس SPA د نوموړې غونډې د پای  اعلامیه خپره کړه چې د شنبې په ورځ په جده کې پیل او دوه ورځې یې دوام وکړ.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د سعودي عربستان د ملي امنيت د مرستيال مساعد بن محمد العیبان په مشرۍ د سعودي عربستان په جده ښار کې د څه دپاسه څلويښتو هېوادونو او همدا راز د ملګرو ملتونو په ګډون د نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون غونډه جوړه شوه.

د یادولو وړده چې په دې غونډه کې چې د روسیې او اوکراین د کړکیچ د حل په موخه په لاره اچول شوې وه، دواړو خواوو "د سولې لپاره د یوې ګډې لارې موندولو لپاره د نړیوالو مشورو د دوام پر اړتیا" موافقه وکړه.

په دې غونډه کې د کوربه سعودي عربستان، د جګړې د ښکېلو غاړو، روسیې او اوکراین استازو او تورکیې سربیره  امریکا، آلمان، ارجنټاین، استرالیا، بحرین، متحده عربي امارات، برازیل، بلغاریا، چین، چک، ډنمارک، اندونیزیا، استونیا، فنلینډ، فرانسه، سویلي افریقا، هند، هالنډ، انګلستان، اسپانیا، سویډن، ایټالیا، جاپان کاناډا، قطر، کوریا، کویت، کوموروس، لاتویا، لیتوانیا، مصر، ناروې، پولنډ، رومانیا، سلواکیا، اردن او چیلي استازو ګډون کړی وو.

اړوند خبرونه