په مراکش کې په ټرافیکي‌ پيښه کې په لسګونو تنو ‌ژوند د لاسه ورکړ.

په مراکش کې په ټرافیکي‌ پيښه کې ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ

2021142
په مراکش کې په ټرافیکي‌ پيښه کې په لسګونو تنو ‌ژوند د لاسه ورکړ.

په مراکش کې په ټرافیکي‌ پيښه کې په لسګونو تنو ‌ژوند د لاسه ورکړ.

په مراکش کې یو مساپر وړونکی موټر د سړک نه لاندې یوې درې ته د لویدو په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د مراکشي‌ مقاماتو په وینا دا پیښه د هیواد په مرکزي‌ سیمو کې د دیمناتي‌ په غرنیز کلي‌ کې رامنځته شوې ده .

یو مساپر وړونکی بس چې یاد شوي‌ کلي‌ ته راون وو په لاره کې  د کنټرول د لاسه ورکولو نه وروسته لاندې درې ته وغورځید.

د پیښې نه وروسته یو زیات شمیر د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې.

ویل کیږي‌ د پيښې اصلي‌ لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.

چارواکیو ویلي‌ دي‌ چې د پيښې د لامل د معلومولو په موخه يي تحقیقات پيل کړي‌ دي.



اړوند خبرونه