سعودي عربستان د تورکیې په ګډون د ۱۲ هیوادونو لپاره د الکترونیکي ویزو په ورکولو پيل کوي .

سعودي‌ عربستان د تورکیې وګړو ته د الکټرونیک ویزو لړۍ پيلوي

2017815
سعودي عربستان د تورکیې په ګډون د ۱۲ هیوادونو لپاره د الکترونیکي ویزو په ورکولو پيل کوي .

سعودي عربستان د تورکیې په ګډون د ۱۲ هیوادونو لپاره د الکترونیکي ویزو په ورکولو پيل کوي .

سعودي عربستان اعلان وکړ چې ددینه وروسته به د تورکیې په ګډون د ۱۲ هیوادونو وګړو لپاره  د کار، سیاحت او استوګنې ویزې به ددوې د  نمایندګانو او قونسلګریو لخوا په الکترونیکي‌ توګه په ورکولو پيل وکړي.

د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تورکیې، پاکستان، یمن، سوډان، یوګانډا، لبنان، نیپال، کینیا، مراکش، تایلنډ ، ٔویتنام او سري‌لانکا په سفارتخانو  او قونسلګریو کې د یادو ویزو لپاره د الکترونیکي ویزو غوښتنلیکونه  پیل شوي دي.

د یادولو وړده چې د پریکړې د تطبیق نیټه د هیوادونو په نظر سره توپیر لري او تطبیق به يي د اګست په ۱۶ نیټه په تورکیه کې پیل شي.



اړوند خبرونه