په تونس کې د یهودانو په عبادتځای ( کنیسه) وسله وال برید شوی دی.

په تونس کې د یهودانو په یوې کنیسې وسله وال برید شوی دی.

1984653
په تونس کې د یهودانو په عبادتځای ( کنیسه) وسله وال برید شوی دی.

په تونس کې د یهودانو په یوې کنیسې وسله وال برید شوی دی.

 د تونس په جربه ټاپو کې د غریبه په نامه  پر کنیسه د وسله والو په برید کې ۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د تونس د کورنیو چارو وزارت په جربه ټاپو کې په کنیسه  د برید په اړه په خپور کړي بیان کې ویلي‌ دي‌ چې برید د کنیسې د ساتوونکي‌ لخوا شوی دی.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ وروسته له هغې چې بریدګر د برید په هدف د مهماتو د ترلاسه کولو په موخه خپل یو همکار وواژه او د غریبه کنیسې پر لورې د حرکت په حال کې وویل چې امنیتي ځواکونو مداخله وکړه. د امنیتي‌ ځواکونو او برید کوونکي‌ ترمنځه په نښته کې دوه ملکي‌ وګړي‌ او یو تن پولیس ژوند د لاسه ورکړ.

همداشان پدې  نښته کې د بريدګر هم ووژل شو. د يادونې ده، چې د پېښې له ځايه نږدې روغتونونو ته ٩ تنه چې ټپیان چې پنځه تنه  امنیتي‌ ځواکونه دي‌ انتقال شوي‌ دي.

په غریبه کنیسه کې چې د حج مراسم  دوام لري په زرګونه تنه یهودانو د حج په مراسمو کې د ګډون په موخه دې کنیسې ته ځي.

 



اړوند خبرونه