د تونس د النهضه غورځنګ مشر او د پارلمان پخوانی مشر راشد الغنوشي له ۴۸ ساعته توقیف وروسته زنداني شو.
د النهضه د غورځنګ مشر راشد الغنوشي ونیول شو
د تونس د النهضه غورځنګ مشر او د پارلمان پخوانی مشر راشد الغنوشي له ۴۸ ساعته توقیف وروسته زنداني شو.
غنوشي چې د اپرېل په ۱۷مه د افطار پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا په خپل کور کې نیول شوی وو، د څارنوالۍ لخوا د ۴۸ ساعته تحقیقاتو نه وروسته نن د سهار په ساعتونو کې د محکمې لخوا زنداني شو.
د النهضه غورځنګ غړي د مدافع وکیل حبیب بن صیدوم د ټولنیزې میډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي چې د غنوشي د تحقیقاتو په دوسیه کې ۱۱ تنه نور هم شامل دي او د نوموړو نه "دولت د امنیت پر ضد دسیسه" په چوکاټ کې تحقیقات شوي دي .
د الغنوشي سره یو ځای د پولیسو لخوا نیول شوي د النهضه غورځنګ د مهمو مشرانو نه هر یو محمد الکماني او بلقاسم حسن په ګډون شپږ تنه غړي د محکمې لخوا په ضمانت د خوشې کولو او د محاکمې د دوام پریکړه وشوه.
دا چې غنوشي په کوم جرم نیول شوی او زنداني شوی رسمي مقاماتو پدې اړه څه ندي ویلي.