د اسرائیل لومړي وزیر د روژې تر پایه اقصی جومات ته د یهودانو په ننوتو بندیز ولګو
د اسرائیلو لومړي وزیر د مسلمانانو د اختر پورې اقصی جومات ته د یهودانو په ننوتو بندیز ولګو
پداسې حال کې چې د روژې په میاشت کې د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ تاوتریخوالي او د اسرائیلي ځواکونو لخوا په اقصی جومات کې پر مسلمانانو ظالمانه بریدونو په ټوله اسلامي نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي وو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د کوچني اختر پورې اقصی جومات ته د یهودانو په ننوتو بندیز ولګو.
د اسرائیل د لومړي وزیر نتنیاهو له دفتر لخوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې دغه بنديز به له د اپریل د ۱۲ مې نیټې څخه نافذ وي او دا بنديز به د روژې د مياشتې تر پایه پورې دوام وکړي.
ویل شوي چې د بندیز وړاندیز د دفاع وزیر یوف ګالنټ، د اسرائیل لوی درستیز هرزي حلوي، د اسرائیلو د کورنیو استخباراتو ( شین بیټ ) رئیس رونین بار او د پولیسو مشر کوبي شابتای لخوا په ګډه لومړي وزیر ته شوی وو.
لومړي وزیر نتنیاهو ددې ترڅنګ هغه د یهودانو د امنیت نیولو لپاره د ټولو اړینو اقداماتو لارښوونه کړې چې د فسحې د پای د لمانځلو لپاره د مسجد الاقصی سره نږدې د ویلنګ دیوال ته ځي.
د اسرائیلو د ملي امنیت د چارو وزیر اتمار بین ګویر د دې پریکړې په اړه غبرګون وښود او دا یې یوه جدي اشتباه وبلله چې د امنیتي وضعیت د لا خرابیدو خطر لري. بین ګوییر وویل: "دا به د یهودانو د وژلو لپاره د ډله ایزو مظاهرو لپاره زرغون ځای رامینځته کړي او حتی د داسې سناریو لپاره به اجازه ورکړي چې د ویلنګ دیوال په عبادت کونکو باندې به د ډبرو بریدونه وشي. کله چې ترهګر په موږ برید کوي، موږ باید په ډیر قوي توګه ددې بریدونو ځواب ووایو او تسلیم نه شو."
د ویلو ده چې دوه ورځې مخکې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسرائیل د ولسمشر هرزوق سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې او هر څه ژر يي د روژې پدې مبارکه میاشت کې په اقصی جومات کې د مسلمانانو پر خلاف د روان شدت او زور زیاتي د پایته رسولو غوښتنه وکړه.
اړوند خبرونه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لوړې درجې تبې له امله د تداوۍ لاندې دی.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د انټي بیوټیک درملنه پيل کړې ده.