په مصر کې پر پولیسو د برید مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست
داعش ترهګرې ډلې د مصر په اسماعیلیه ښار کې د پولیسو پر یوې پوستې د برید پړه پر غاړه واخیسته .
1926270
داعش ترهګرې ډلې د مصر په اسماعیلیه ښار کې د پولیسو پر یوې پوستې د برید پړه پر غاړه واخیسته .
د مصر په ختیځ اسماعیلیه ښار کې پرون د پولیسو پر یوې پوستې ترهګریز برید وشو. چارواکو ویلي، بریدګر له دوو موټرو سره د السلام په سیمه کې د پولیسو پوستې د تالاشۍ نقطې ته راغلي وو . د برید کونکو نه دوه تنه يي موټر نه د راښکته کیدو سره سم د اټوماتیک ډول وسلې سره پر پولیسو ډزې پیل کړې.
پولیسو ویلي چې په دغه برید کې د ۳ پولیسو په ګډون ۴ تنه ووژل شول، ۱۲ تنه نور ټپیان شول.
د برید مسوولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی دی.