د عراق لومړی وزیر : تورکیه د اقتصادي پلوه یو ډیر پرمختللی هیواد دی
د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوداني وویل، تورکیه چې له اقتصادي پلوه یو پرمختللی هېواد دی، کولای شي د عراق په پرمختګ کې رول ولوبوي.
د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوداني وویل، تورکیه چې له اقتصادي پلوه یو پرمختللی هېواد دی، کولای شي د عراق په پرمختګ کې رول ولوبوي.
د عراق لومړي وزیر سوډاني په پلازمېنه بغداد کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
سوډاني د عراق او تورکیې د اړیکو د راتلونکي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل
" د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم ډیر لوړ دی په نورو برخو کې هم ښه همکاري لرو. تورکیه له اقتصادي پلوه یو پرمختللی هېواد دی او کولای شي د عراق په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي."
لومړي وزير سوډاني دې ته په اشارې سره وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو او امنيت په څېر ګډې مسئلې هم شتون لري.
"د ورښتونو کمښت او د تورکیې او ایران څخه عراق ته راتلوونکو اوبو کمښت زمونږ لپاره د اوبو ستونزه رامینځته کوي. مونږ په دې برخه کې د ډیپلوماسۍ په کارولو سره د همکارۍ او حل په لټه کې یو. د دې هیوادونو څخه د عراق د اوبو برخه د نړۍوالو قوانینو له مخې زمونږ حق دی. د اوبو په اړه به دوه اړخیزې خبرې وشي، ځکه چې مونږ د خپلې کرنیزې تګلارې لپاره اوبو ته اړتیا لرو.»
اړوند خبرونه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لوړې درجې تبې له امله د تداوۍ لاندې دی.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د انټي بیوټیک درملنه پيل کړې ده.