د نړۍ د مشهور دیني عالم یوسف القرضاوي جنازه خاورو ته وسپارل شوه

د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټولنې بنسټ ایښودونکي  او پخوانی مشر یوسف القرضاوي جنازه  چې د ۹۶ کلونو په عمر وفات شوی وو تیره ورځ خاورو ته وسپارل شوه.

1885474
د نړۍ د مشهور دیني عالم یوسف القرضاوي جنازه خاورو ته وسپارل شوه
القرضاوي
القرضاوي
القرضاوي

د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټولنې بنسټ ایښودونکي  او پخوانی مشر یوسف القرضاوي جنازه  چې د ۹۶ کلونو په عمر وفات شوی وو تیره ورځ خاورو ته وسپارل شوه.

د نړۍ مشهور مصري دیني عالم یوسف القرضاوي چې په قطر کې ژوند کولو په قطر کې خاورو ته وسپارل شو.

د قرضاوي د جنازې مراسم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امام محمد بن عبدالوهاب په جومات کې ترسره شول.

د قرضاوي په جنازه کې  په  زرګونو تنو ګډون کړی وو.

د قرضاوي د جنازې په مراسمو کې د تورکیې د دیني چارو رئیس پروفیسور علي ایرباش، د عدالت او پراختیا ګوند د عمومي رئیس سلاکار یاسین اقتای ګډون کړی وو.

همداشان پدې مراسمو کې د حماس د ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هانیه او د حماس د ډلې د بهرنیو چارو مسئول خالد مشعل هم ګډون کړی وو.

د قرضاوي جنازه د دعاګانو سره خاورو ته وسپارل شوه.



اړوند خبرونه