حوثي یاغیانو د سعودي عربستان په سویل کې د ابها پر هوايي ډګر د ډرون الوتکو سره برید وکړ
د ابها پر هوايي ډګر د برید په نتیجه کې ګنشمیر کسان ټپيان شوي دي
د سعودي عربستان د ابها پر هوايي ډګر د چاودیدونکو ډرون الوتکو سره برید شوی دی.
سعودي عربستان په مشرۍ عرب ائتلاف ویلي دي چې د حوثي یاغیانو لخوا د سعودي عربستان د ابها پر هوايي ډګر د چاودیدونکو ډرون الوتکو سره د برید نه وروسته د امنیتي تدابیرو په موخه ځنډیدلي الوتنې له سره پيل شوې.
عرب ائتلاف په وینا پدې برید کې لږ تر لږه ۱۲ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
ټپیان د مختلفو هیوادونو وګړي دي.
سعودي عربستان ددینه مخکې ویلي وو چې د هیواد په سویل کې د ابها پر هوايي ډګر يي د حوثي یاغیانو د ډرون الوتکو سره د برید مخه نیولې ده .
سعودي عربستان ویلي وو چې په هوا کې د شنډو کړو ټوټو او پارچو لویدو له امله ۴ تنه ټپيان شوي دي خو وروسته عرب ائتلاف بیا دا شمیره ۱۲ تنه وښوده.
اړوند خبرونه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لوړې درجې تبې له امله د تداوۍ لاندې دی.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د انټي بیوټیک درملنه پيل کړې ده.