د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په یمن کې پر حوثي یاغیانو درانده بریدونه کړي

د سعودي‌ عربستان په مشرۍ عرب ائتلاف د یمن په شمال کې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې په سیمو کې پر پوځي‌ هدفونو د درندو بریدونو نه خبر ورکړی دی.

1732539

سعودي عربستان رسمي‌ خبري اژانس د ائتلاف د ویاند  ترکي‌ المالکي‌ له قوله ویلي‌ دي‌ چې  چې عرب ائتلاف د یمن د صنعا  او صعده په ولایتونو کې د حوثي‌ یاغیانو اړوند د وسلو او مهماتو پر ډیپوګانو، د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر مراکزو او ګراچونو هوايي بریدونه کړي‌ دي.

بریدونه ټول تر پوځي‌ هدفونو شوي‌ دي. ویاند وویل چې حوثي‌ یاغیان په ډیرې بې باکۍ او بې حیايي سره د یمن د پولو نه بهر بریدونه کوي. مونږ اوس هم د ډیر اعتدال نه کار اخلو.

د بله پلوه حوثي‌ یاغیانو ویلي دي‌ چې نن په وختي‌ ساعتونو کې د عرب ائتلاف اړوند جنګي‌ الوتکو د صنعا، عمران او صعده په ولایتونو کې بعضې هوايي بریدونه ترسره کړي‌ دي.

همداشان د حوثي یاغیانو اړوند د المسیره تلویزیون بیا ویلي دي‌ چې عرب ائتلاف هوايي ځواکونو د پلازمینې صنعا په بیلابیلو سیمو ۵ هوايي بریدونه کړي‌ دي.

پدې بریدونو کې د مرګ ژوبلې د ارقامو په اړه څه ندي‌ ویل شوي.

اړوند خبرونه