د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تونس د ولسمشر قیس سعید سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان : د تونس ډیموکراسي ، امنیت او ثبات د سیمې د امنیت له پلوه ځانګړی اهمیت لري

1684403
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تونس د ولسمشر قیس سعید سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې.

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر اردوغان  د تونس د ولسمشر قیس سعید سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې په دوه اړخیزو اړیکو، د تونس په وضعیت او وروستیو پرمختګونو او سیمه ایزو مسئلو خبرې او تبادل د نظر وکړ.

ولسمشر اردوغان د تونس ولسمشر ته ددې خبرې په ټینګار وویل چې د تونس امنیت، داخلي‌ استقرار او ثبات د سیمې د سلامتۍ له پلوه تر ټولو مهم دی. د همدې امله پدې وروستیو ورځو کې په تونس کې رامنځته شوي‌ پرمختګونه د ډیر نږدې نه تعقیبوي.

ولسمشر اردوغان وویل پوره باور لري‌ چې تونس  به هر څه ژر د روان وضعیت نه بهر شي‌ او په ډیره قوي‌ او پیاوړې توګه به دا ستونزمنده دوره شاته پریږدي. هغه وویل چې تونس په سیمه کې  په سوله ایزه او ډیموکراتیکه توګه د واک د انتقال په برخه کې نمونه د مثال او الهام ورکوونکی  هیواد دی. ددې په هیله چې د تونس د پارلمان ځنډول شوې چارې ددې ټولو ستونزو او مشکلاتو سره سره هر څه ژر پيل او نورمال حالت ته وګرځول شي. ځکه چې دا خبره هم د تونس او هم  د سیمې د ډیموکراسۍ لپاره هم ځانګړې اهمیت لري.

د ستونزو لپاره د حل لارې د موندنې، سالمو بحثونو او مذاکراتو ته د زمینې د برابرولو په خاطر پارلمان  چارو دوام ډیر مهم دي. دا خبره په تونس کې د ډیموکراسۍ نه د دفاع او ساتنې، د ازادیو د ضمانت کولو او حقوقو د لوړوالي‌ له پلوه ډیر زیات ارزښت لري.



اړوند خبرونه