ترکیې په مصر کې تیره ورځ رامنځته شوي د ریل ګاډي د پيښې په اړه د تسلیت پيغام خپور کړ.
ترکیې په مصر کې د تیرې ورځې د ریل ګاډي د پيښې په اړه د خواخوږۍ پيغام خپور کړ
1624004
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره مو تیره ورځ د مصر د القلیوبیه په ښار کې د ریل ګاډي د پیښې په اړه چې په نتیجه کې ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی او نږدې سل تنه نور ټپيان شوي دي خبر ترلاسه کړ.
ددې پيښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، ټپیانو ته د عاجلې شفاء ، د دوست او ورور مصر ملت او د قربانیانو کورنیو او خپلوانو ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو.
د مصر د روغتیا وزارت وویل چې تیره ورځ د قاهرې نه د منصورې ښار پر لورې روان ریل ګاډی د القلیوبیه په ښار کې د پټۍ نه خارج شو چې په نتیجه کې ۱۱ تنه مړه او ۹۸ تنه نور ټپیان شوي دي.