د لیبیا پارلمان د مصر د پارلمان پریکړه په کلکه توګه وغندله
د لیبیا پارلمان د مصر د پارلمان لخوا ولسمشر عبدالفتاح السیسي ته يي په لیبیا د مداخلې د صلاحیت ورکولو د مسودې د تصویبولو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود
.
په پلازمینه طرابلس کې د لیبیا پارلمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د مصر پارلمان لخوا حکومت ته په لیبیا کې د نامشروع ځواکونو جنګیالیو نه د ملاتړ په خاطر په لیبیا د مداخلې د صلاحیت ورکولو پریکړه په کلکو ټکو غندو.
د لیبیا پارلمان حکومت ته هر څه ژر د مصر د پارلمان د پریکړې د غندې او دې تهدید ته په سیاسي او نورو برخو کې هر څه ژر ځواب ورکولو او د مناسب متقابل ګام د اوچتولو په خاطر په هر ډول انتخابونو د غور کولو غږ کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي دي چې لیبیا د مصر ملي امنیت ته هیڅډول کوم ګواښ مخامخ کړی ندی چې د مصر پارلمان د خپلې دې پریکړې نه دفاع او ملاتړ وکړي.
د لیبیا د کورنیو چارو وزیر فتحي باش اغا بیا ویلي دي چې مصر د پارلمان لخوا حکومت ته پر لیبیا د مداخلې په خاطر صلاحیت ورکول په اصل کې د لیبیا پر خلاف په ښکاره توګه د جګړې اعلان دی.
هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د مصر د پارلمان لخوا وسله والو ځواکونو ته د خپل لویدیځ پولو نه بهر لیږولو ته اجازه ورکول د لیبیا پر خلاف په ښکاره توګه د جګړې اعلان دی.
د مصر د پارلمان دا اقدام د عربي ټولنې او ملګرومتلونو سازمان د تړونونو نه په ښکاره توګه سرغړونه ده.
لیبیا د خپل هیواد د پولو په منځ کې دا ډول بهرني ځواکونه د دښمن ځواکونو په توګه شمیري. پوره باور لرم چې زمونږ ملت به د خپلواکۍ، ازادۍ او امنیت نه د دفاع په برخه کې یوه شیبه هم تردد ونکړي.