په یمن کې چاودنو ۱۳ تنه وژلي
د یمن د الحدیده په ښار کې چاودنې شوي
د یمن د الحدیده او طایز په ولایتونو کې د حوثي یاغیانو لخوا د سړک په غاړه د ځای په ځای شوو ماینونو د چاودنې په پایله کې د ۴ تنو یمني سرتیرو په ګډون ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د غربي ساحل د ګډو ځواکونو ویاند ویلي دي چې د الحدیده او طایز په ولایتونو کې د حوثي یاغیانو لخوا په لویو لارو کې د ځای په ځای شوو ماینونو د چاودنې په پایله کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
هغه ویلي دي چې پدې چاودنو کې ۴ تنه یمني سرتیري او ۹ تنه هم حوثيان وژل شوي دي او درې تنه سرتیري ټپيان شوي دي.
حوثي یاغیانو بیا ددې برید په اړه څه ندي ویلي.
د بله پلوه د ملګروملتونو سازمان په الحدیده ښار کې د حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځه د شوي اوربند د عملي کولو او نظارت په خاطر په سیمه کې د څار د څلورمې نقطې د جوړولو نه خبر ورکړی دی.
ملګروملتونو سازمان ویلي دي چې څلورمه د څار نقطه د الحدیده ښار سویل لوري ته د الارود په سیمه کې د ډیر سختو شرایطو لاندې جوړه شوې ده . دا چې حوثي یاغیانو په سیمه کې ۲۵۰۰ ماینونه خښ کړي دي متخصصین په ډیر دقت سره پرمختګ کوي.
د ویلو ده په یمن کې په جګړه کې ښکیلو غاړو د ۲۰۱۸ میلادي کال د دسمبر د ۶ او ۱۳ مو نیټو ترمنځه د ملګروملتونو تر نظارت لاندې د سویډن په پلازمینه ستوکخلم کې د غونډې او سلامشورو نه وروسته د اسیرانو د بدلون، الحدیده ښار کې د اوربند او بندرونو او طایز ښار په اړه تړون لاسلیک کړ.