د تونس ولسمشر باجي السبسي چې ۹۲ کلونو په عمر ژوند د لاسه ورکړ.
د بله پلوه په نوموړي هیواد کې چې په پام کې وه د روان کال د نوامبر په میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي ټاکنې د ټاکل شوي تاریخ نه مخکې ترسره کیږي.
د تونس د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس نبیل بیفون د یوې ځايي راډیو سره په مرکه کې ویلي دي چې د ولسمشر د وفات له امله د هیواد ټولټاکنې به چې په پام کې وه د نوامبر په ۱۷ مه نيټه ترسره شي د ټاکل شوي تاریخ نه مخکې ترسره کیږي. هغه ویلي دي چې ټولټاکنې باید د ۹۰ ورځو په دننه کې ترسره شي.
هغه ویلي دي چې د ولسمشر سبسي د مړینې نه وروسته د هیواد د اساسي قانون له مخې د ملي شورا رئیس باید د موقت ولسمشر په توګه وټاکل شي. همداشان د ۹۰ ورځو په دننه کې باید ټاکنې ترسره شي.
په ټونس کې د روان کال د اکتوبر په ۶ مه نيټه پارلماني او د نوامبر په ۱۷ مه نيټه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنی پړاو ترسره کیده.
د عرب پسرلي نه وروسته په تونس کې واک د ازاده ټاکنو په ترڅ کې انتقالیږي. د همدې امله د تونس خلک د دریم ځل لپاره د ازاده ټاکنو په ترڅ کې خپل مشر او د پارلمان غړي ټاکي.