مسکو د فلسطین د ټولو ډلو په ګډون د غونډې کوربه توب کوي

مسکو حماس ډله فلسطین ته رابللې ده

1134841
مسکو د فلسطین د ټولو ډلو په ګډون د غونډې کوربه توب کوي

په فلسطین کې د حماس ډلې ویلي دي چې  روسیې  د فبروري د میاشتې په پیل کې د فلسطین د خپلمنځنیو ستونزو د حل په خاطر  په جوړونکې غونډه کې د ګډون  بلنه ورکړې ده .

د حماس ډلې ویلي دي چې  په غونډه کې بلنلیک  د روسیې د حکومت اړوند د ختیځو تحقیقاتو د انیستیتیوت  لخوا  ترلاسه کړی دی .

حماس ویلي دي چې  دا غونډه  په اصل کې د فلسطینیانو ترمنځه  د یو موټي کیدو په خاطر  ډیر ښه  فرصت دی  او ددې فرصت نه به استفاده وکړي.

په روسیه کې  د فلسطین  سفیر عبدالحفیظ نوفل ویلي دي چې  مسکو  د فبروري په ۱۱ مه نيټه  د فلسطیني ډلو  یو ځای کولو په خاطر  د غونډې د جوړولو پلان لري .

د ویلو ده چې  روسیې د ۲۰۱۸ میلادي کال  د دسمبر په میاشت کې ویلي وو چې  په پام کې لري چې  د فلسطیني ډلو د خپلو منځینو  ستونزو د حل  او اتحاد په خاطر به  د الفتح  او حماس ډلو په ګډون په مسکو کې غونده جوړه کړي.


پيوندونه: #مسکو , #فلسطین , #حماس

اړوند خبرونه