د ایران او اسراییلي چارواکیو ترمنځه د اردن په پلازمنیه  عمان کې د پټو مذاکراتو ادعا شوې ده .

ایران د اسراییلو سره پټ مذاکرات کړي دي

980104
د ایران او اسراییلي چارواکیو ترمنځه د اردن په پلازمنیه  عمان کې د پټو مذاکراتو ادعا شوې ده .

د ایران او اسراییلي چارواکیو ترمنځه د اردن په پلازمنیه  عمان کې د پټو مذاکراتو ادعا شوې ده .

ویل کیږي تهران  د سوریې په سویل لویدیځ کې په نښتو کې د نه ګډون په خاطر  د اسراییلو سره په تفاهم رسیدلی دی.

د سعودي عربستان د ایلاف  ورځپاڼې  چې په لندن کې خپرونې کوي  پدې مذاکراتو کې د ګډون کوونکي  یوې سرچینې له قوله په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې  په اردن کې د ایران د سفیر مجتبی فردوي بور  په ګډون  د ایران  امنیتي چارواکیو د اسراییلو د استخباراتو د تشکیلاتو موساد د مرستیال په ګډون  د اسراییلي چارواکیو سره  په پلازمینه عمان کې په یو هوټل کې  سره مذاکرات کړي دي.

ورځپاڼې  لیکلي دي چې  ایراني او اسراییلي چارواکي  په یو هوټل کې په جلا جلا خونو کې ځای په ځای شوي وو چې  د اردني منګړو په واسطه د دیوارونو تر شا مذاکرات وکړل.

په خبر کې راغلي دي چې  پدې غیر مستقیم  مذاکراتو کې  ایران  د اسراییلو سره  د سوریې په سویل لویدیځ کې په جګړه کې د ګډون د نه کولو په مسلې په تفاهم رسیدلی دی.

په خبر کې راغلي دي چې ایران  د اسراییلو سره په ځانګړې توګه  د دیرا او قنیطره په ښارونو کې د اسد او مخالفینو ترمنځه   په نښته کې د ایراني ځواکونو  سربیره  د حزب الله او نورو شیعه ډلو د نه ګډون او اردن  لخوا په پوله کې  د تګ راتګ د مخنیوي  په برخه کې په تفاهم رسیدلی دی.

د بله پلوه اسراییلي چارواکیو ویلي دي چې  د اشغال لانډې د جولان تپو  او اسراییلو او اردن  پولو ته نږدې په سیمو کې  د اسد د رژیم  او مخالفینو ترمنځه په احتمالي نښتو کې د ایران او شیعه ډلو د نه ګډون په صورت کې به اسراییلي ځواکونه هم  هیڅډول مداخله ونکړي.

ورځپاڼې  ویلي دي چې  اسراییلي چارواکي  پدې مذاکراتو کې د ایران سره د په تفاهم  رسیدو په اړه  ډیر تعجب  کولو.

هغوې ویلي دي چې ګمان يي نه کولو چې د ایران سره به پدې لنډه موده کې  په تفاهم ورسیږي.

ځینې نورو برخو  بیا ویلي دي چې  ایران  پدې وروستیو کې  د اسراییلو لخوا په سوریه کې ددوې پر هډو د بریدونو او د سوریې په جګړه کې د لا زیاتو ځاني ضایعاتو د نه ورکولو په خاطر  د اسراییلو سره  تفاهم ته  مجبور وو.

ورځپاڼې  لیکلي دي چې دا مذاکرات  د روسیې  تر کنټرول لانډې  ترسره شوي دي  او روسیې  اسراییلو ته  د سوریې په سویل لویدیځ کې  په نښتو کې  د ایراني ځواکونو او حزب الله د ډلې د نه ګډون په خاطر  ضمانت ورکړی دی.



اړوند خبرونه