مصر د شمالي کوریا اړوند د ټانک ضد د مرمیو نه بار د یوې کښتۍ د نیولو نه خبر ورکړی دی
مصر د شمالي کوریا یوه کښتۍ د ټانک ضد مرمۍ له منځه یوړې.
مصر د شمالي کوریا اړوند د ټانک ضد د مرمیو نه بار د یوې کښتۍ د نیولو نه خبر ورکړی دی. مصر ویلي دي چې مهمات يي ټول له منځه وړي دي.
د مصر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد ابو زید د واشنګټن پوست ورځپاڼې لخوا د خپور شوي هغه خبر په اړه چې پکې ویلي وو « د روان کال د اګست په میاشت کې امریکا د قاهرې حکومت ته د سویش کانال ترڅنګ د یوې مشکوکې کښتۍ په اړه چې د مصر پر لورې روانه خبرداری ورکړ.» معلومات ورکړل.
ابو زید وویل چې ملګروملتونو سازمان په شمالي کوریا د لګولو بندیزونو د عملي کولو په برخه کې د مصر د همکارۍ نه قدرداني کړې ده .
هغه وویل چې د واشنګټن پوست ورځپاڼې په خپور کړي خبر کې داسې انګیزه راپارولې چې ګواکې مصر د شمالي کوریا په اړه د ملګروملتونو سازمان پریکړې نه عملي کوې.
ویاند وویل چې روان کال د اګست په میاشت کې امریکا مصر ته د سویش په کانال کې د یوې مشکوکې کښتۍ په اړه چې د مصر پر لورې روانه وه خبر ورکړ.
د خبر نه سمدلاسه وروسته د مصر بحري ځواکونو نوموړۍ کښتۍ چې د کمبوچیا بیرغ پر ځوړول شوی وو ودروله او پلټنې پکې ترسره کړې. د پلټنو پر مهال په کښتۍ کې د ټانک ضد مرمۍ موندل شوې چې ټولې د مصري ځواکونو لخوا له منځه یوړل شوې.
د ویلو ده چې شمالي کوریا د مسلې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.
اړوند خبرونه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لوړې درجې تبې له امله د تداوۍ لاندې دی.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د انټي بیوټیک درملنه پيل کړې ده.