فلسطین د خپلواکه او مستقل دولت کیدو په برخه کې یو ډیر مهم ګام اوچت شو

انټرپول د اسراییلو د ټولو خبرداریو او هلو هلو سره سره فلسطین ته پوره غړیتوب ورکړ

815634
فلسطین د خپلواکه او مستقل دولت کیدو په برخه کې یو ډیر مهم ګام اوچت شو

فلسطین  د اسراییلو د ټولو هلو ځلو او خڼډونو  سره سره  د پولیسو د نړۍوالو تشکیلاتو   یا انټرپول  غړیتوب  ترلاسه کړ.

د انټرپول تشکیلاتو  پرون چارشنبه اعلان وکړ چې  د نوو غړیو هیوادونو فلسطین دولت  او سولومون ټاپوګانو سره  د انټرپول  د غړیو شمیره  ۱۹۲ ته لوړه شوه.

اسراییلو بیا د انټرپول د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود  او نیوکه يي پرې وکړه.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت  د فلسطین د غړیتوب په خاطر  د عمومي جلسې  او رای اچونې  د ځنډولو  په برخه کې  هلې ځلې کولې. خو  ددوې د ټولو هلو ځلو  سره سره انټرپول  فلسطین ته پوره غړیتوب ورکړ.

د ویلو ده چې  د فلسطین لخوا انټرپول  د غړیتوب د ترلاسه کولو په خاطر د وړاندیز کولو نه وروسته  اسراییلو بیا ددې وړاندیز د ردولو په خاطر  د خپل وس او توانه پورې  هلې ځلې  او ډیپلوماسي وکړه.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاش المالکي  د انټرپول لخوا فلسطین  ته  د پوره غړیتوب د ورکولو نه وروسته  خوښي څرګنده کړه او وویل چې دا زمونږ  لپاره  ستر بری  دی. هغه وویل چې  د مجرمینو پر خلاف د مبارزې  او حقوقو ته د درناوي په برخه کې  کړو ژمنو ته  ژمن  دي . هغه وویل چې  پر دوې د انټرپول  باور  او اعتماد  په اصل کې  لوی بری  دی.

د بله پلوه  د اسراییلو د ډیپلوماسې مرستیال وزیر مایکل اورن  د خپل ټویټر له لارې په خپور کړي  پیغام کې  د انټرپول لخوا فلسطین د غړیتوب په ورکولو سخته نیوکه وکړه.



اړوند خبرونه