د قطر د روان کړکیچ په اړه مهم پرمختګ !

امریکا د استخباراتو یو تن چارواکي د قطر او سعودي په مشرۍ د خلیج د هیوادونو ترمنځه د روان کړکیچ په اړه ډیره مهمه  ادعا وکړه.

771706
د قطر د روان کړکیچ په اړه مهم پرمختګ !

 امریکا د استخباراتو یو تن چارواکي د قطر او سعودي په مشرۍ د خلیج د هیوادونو ترمنځه د روان کړکیچ په اړه ډیره مهمه  ادعا وکړه.

د امریکا د استخباراتو یو مهم چارواکي ویلي دي چې د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج د هیوادونو سره  او  قطر ترمنځه  د رامنځته شوي کړکیچ  یواځنی لامل  متحده عربي امارات  دي.

هغه  ویلي دي چې  متحده عربي اماراتو  د قطر د  رسمي خبري اژانس په ویب پاڼې   د سایبر برید سره   ځیني ناسم  او غلطو اسنادو او شواهدو په خپرولو سره  د یاد شوي هیواد سره  ستونزو رامنځته کولو ته لاره  جوړه کړه.

د امریکا  د استخباراتو دې چارواکي دا څرګندونې  د واشنګټن پوست ورځپاڼې سره په مرکه کې کړي دي.

د امریکا د استخباراتو دې چارواکي چې نه يي غوښتل  نوم يي  واخیستل  شي  ویلي دي چې  د قطر د روان بحران یواځنی لامل  متحده عربي امارات دي.

هغه  ادعا کړې ده چې  د متحده عربي اماراتو جګپوړو چارواکیو د روان میلادي کال د مې په میاشت کې د قطر په اړه جوړ شوی  پلان  قبول کړ.

د پلان سره  سم وروسته  د قطر د رسمي خبري اژانس په ویب پاڼې سایبر برید وشو او د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني  له قوله د امریکا  پر خلاف او د ایران پلوي څرګندونې  خپرې شوې.

د امریکا د استخباراتو دې چارواکي  ویلي ډي چې  پدې اړه د ترسره شوو تحقیقاتو نه لاسته راغلې پایلې  متحده عربي اماراتو پر لورې اشاره کوي. پدې  ټول  همفکره دي چې  دا سایبر برید  د متحده عربي اماراتو لخوا شوی دی . خو  دا لا معلومه نده چې دا برید  متحده عربي اماراتو پخپله کړی او د په کوم بل هیواد يي کړی دی .

د بله پلوه  واشنګټن کې  د متحده عربي اماراتو  سفیر یوسف العتیبه د واشنګټن پوست ورځپاڼې لخوا خپور شوی  خبر  او د امریکايي چارواکي  ادعا په کلکه توګه رد کړې ده.

د ویلو ده چې  د روان میلادي کال  د مې د میاشتې په ۲۳ مه نيټه  سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ  د سفر نه لنډه موده وروسته  د قطر د رسمي خبري اژانس د ویب پاڼې  له لارې  د قطر د امیر شیخ تمیم  له قوله  د امریکا پر خلاف او د ایران پلوي څرګندونې  نشر شوې . ددې څرګندونو نه وروسته  د قطر  د روان کړکیچ لومړی د خطر زنګ ووهل شو.

قطر د نوموړې پیښې نه سمدلاسه وروسته اعلان وکړ چې  په رسمي خبري اژانس يي  سایبر برید شوی دی او دا څرګندونې د شیخ تمیم پورې اړوند ندي خو سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرین  سخت غبرګون څرګند کړ.

نوموړو هیوادونو  د جون په ۵ مه نیټه د قطر سره د ټولو اړیکو د شلولو  پریکړه وکړه او قطري ډیپلوماټانو ته يي  ددې هیوادونو نه د وتو په خاطر ۴۸ ساعته ورکړ. همداشان  نوموړو هیوادونو د قطر پر مخ خپل سمندري او هوايي حریم سربیره  مځکنې لارې هم وتړلې.



اړوند خبرونه