د بښنې نړۍوال سازمان د ایران په مظاهرو کې د وژل شوو کسانو شمیره اعلان کړه.
په ایران کې په سلګونو تنه مظاهره کوونکي وژل شوي دي: د بیښنې نړۍوال سازمان
د بښنې سازمان ویلي دي چې په ایران کې د تیلو د بیې د لوړیدو له امله د پيل شوو مظاهرو په نتیجه کې د ۱۲ تنو ماشومانو په ګدون ۳۰۴ تنه وژل شوي دي.
د منځني ختيځ او شمالي افریقا په سیمو کې د بښنې د نړۍوال سازمان څیړنیزو او دفاعي چارو مشر فیلیپ لودر لخوا د خپور شوي بیان له مخې " د ایران د رژیم لخوا د هیواد په کې د تیلو د بیې د لوړولو پر خلاف د پیل شوو مظاهرو په ترڅ کې د په سلګونو تنو مظاهره کوونکو وژل کیدل د اندیښنې وړ مسئله ده. همداشان ایران د عینې شاهدانو د بیان ورکولو د مخنیوي په خاطر د خلکو په منځ کې ډار او ویره حاکمه کړې ده . د ایران رژیم ددې فشارونو او ظلمونو پر ځای باید هر څه ژر نیول شوي بې ګناه مظاهره کوونکي پرته د قید او شرط نه خوشې کړي."
هغه ویلي دي چې په ایران کې د تیلو د بیې د لوړولو پر خلاف د پيل شوو مظاهرو په دوران کې د ۱۲ تنو ماشومانو په ګډون ۳۰۴ تنه مظاهره کوونکي وژل شوي دي.
هغه ویلي دي وژل شوي کسان ټول هغه مظاهره کوونکي دي پرته ددې چې د ایران امنیتي ځواکونو ته کوم ډول ګواښ مخامخ کړي د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا په حقیقي مرمیو پر سر، زړه، غاړې او نورور د وجود په مهمو برخو ویشتل شوي دي.
همداشان د ایران امنیتي ځواکونو په زرګونو تنه بې ګناه انسانان نیولي دي چې په منځ کې د ۱۵ کلونو د عمر نه د ټیټ عمر خاوندان هم شتون لري.
همداشان یو زیات شمیر نیول شوي کسان په ډول ډول د اشکنجې لاندې نیول شوي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان ددینه مخکې په ایران کې د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره ۲۰۸ تنه اعلان کړې وه.