ایران د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی
ایران د هرې ورځې په تیریدو سره لا زیات د اقتصادي ستونزو سره مخامخیږي
د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر مهدي جمالي نژاد وویل چې په ایران کې تر ۸۰ زرو ډیرو پروژو چارې په نیمايی پاتې دي.
هغه ویل چې دا پروژې سرته د رسولو په خاطر باید خصوصي سکتور ته ورکړ شي.
د ایران د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخې هغه دا څرګندونې د زنجان په ولایت کې د ښاروالانو سره د غونډې نه وروسته خبري غونډې ته وکړې.
هغه وویل چې په هیواد کې تر ۸۰ زرو ډیرې پروژې په نیمايي کې پاتې دي. حکومت مجبور دی چې دا پروژې د نږدې نه تعقیب کړي.
هغه زیاته کړه چې ددې پروژو د سرته رسولو په خاطر ډیرې لویې سرمایې ته اړتیا لرو. د همدې امله دا به ښه وي چې دا پروژې خصوصي شرکتونو ته ورکړل شي. که چیرې دا کار وشي دا به جدي اسانتیاوې او پرمختګ رامنځته کړي.
د یادولو وړ ده چې په ایران کې ډیری سترې پروژې د سپاه پاسداران د پوځ اړوند شرکتونو ته ورکړل شوي دي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني په کراتو پوځ ته ویلي دي چې د اقتصادي مسایلو نه لاس واخلي.
د ایران د ملي دفاع وزیر امیر خاتمي د اګست په میاشت کې ویلي وو چې د پوځ اړوند ۱۳۰ شرکتونه چې د ټرانسپورت انرژۍ او ساختماني برخو کې فعالیتونه کول تړلي او چارې خصوصي سکتور ته سپارلي دي.
امریکا متحده ایالتونو د روان کال د مې په ۸ مه نيټه د ایران د ټومي تړون نه د وتو سره په نوموړي هیواد له سره اقتصادي بندیزونه ولګول.
دې بندیزونو ایران د جدي اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان کړی دی. په ایران کې ډيری بهرنۍ پانګه اچونې په ټپه دریدلي دي.