د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2129476
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

پر اسرائیلو د ایران وروستي برید سیمه او نړۍ بېرته د کړکېچ په مرکز بدله کړې ده. خو ، دا به کافي نه وي چې دا جګړه یوازې په نظامي چوکاټ کې و ارزول شي. د ایران او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ یو ژور او پېچلی جوړښت لري چې د نړیوال قدرت تحرک، سیمه ییز بې ثباتۍ او نړیوالې ډیپلوماسۍ ته بڼه ورکوي.

 

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ ( سیتا ) د امنیتي څیړونو مشر پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته راړوم.

 

د اسرائیلو لخوا د ایران پر قونسلګرۍ برید او ورپسې غچ اخیستنه د یوې پراخې صحنې برخه ده چې لوی قدرتونه پکې دخیل دي او دا  یوازې د دوو دولتونو ترمنځ مستقیمه جګړه نده. له اسرائیلو د امریکا ملاتړ، له ایران سره ترینګلې اړیکې او د روسیې او چین سیمه ییز سیاستونه د دې جګړې څو اړخیز ماهیت څرګندوی.

 

په تېره بیا هغه پوځي تکتیکونه او ستراتېژۍ چې د ایران له خوا د اسرائیلو پر ضد کارول کېږي، موخه یې په سیمه کې د قدرت په توازن کې د دغه هېواد ځای پرځای کول دي. دا حقیقت چې بریدونه په همغږي او حسابي ډول ترسره کیږي، نه یوازې د پوځي ځواک په توګه، بلکې د یوه ستراتیژیک لوبغاړي په توګه د ایران پر اهمیت ټینګار کوي.

 

د ایران د غچ اخیستنې په توګه د "رښتیني ژمنې عملیات" د اسرائیلو د هوايي دفاعي سیستم پر وړاندې یوه لویه ننګونه ګڼل شوې ده. که څه هم د اسرائیلو دفاعي سیسټمونه لکه د اوسپنې گنبد د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونو په وړاندې نسبتا بریالي دفاع کړې خو دا پدې معنی نه ده چې اسرائیل به تل لوړ لاس ولري. دا حقیقت چې برید ارزانه دی او دفاع یې له اقتصادي پلوه ګرانه ده د جګړې پایښت د اوږدې مودې لپاره د اسرائیلو لپاره په یوه حیاتي ستونزه بدله کړې.

 له همدې امله، د ایران یرغلیز ظرفیت د اسرائیلو او متحدینو لپاره دوامداره ګواښ دی. له بلې خوا، د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د قوماندان حسین سلامي له قوله داسې ښکاري چې د اسرائیل او ایران په پوځي شخړه کې دودیزه بڼه بدله کړې ده. سلامي ټینګار وکړ چې ایران د اسرائیلو په وړاندې په غچ اخیستونکو عملیاتو سره یوه نوې معادله رامنځته کړه. سلامي څرګنده کړه چې د موضوع په چوکاټ کې به له اوس څخه د ایران په ګټو، شتمنیو، پرسونل او اتباعو باندې د اسرائیلو د بریدونو ځواب به د ایران له خاورې څخه په مستقیم ډول ورکول کیږي.

 

د اسرائیلو عکس العمل ښیې چې دوی نشي کولی په نړیوال ډګر کې یوازې عمل وکړي. په سیمه کې د امریکا شتون او ملاتړ د اسرائیلو د پرېکړو په بهیر کې پرېکنده رول لوبوي. دا وضعیت د خپلو سیمه ایزو امنیتي پالیسیو د جوړولو په وخت کې په نړیواله ډیپلوماسۍ باندې د اسرائیل انحصار هم څرګندوي. دغه شخړه هم په اسرائیلو کې مختلف سیاسي تحرکات هڅولي دي. د نتانیاهو د حکومت امنیتي تګلارې په کور دننه او بهر له نیوکو سره مخامخ شوې او ثابته شوې چې د دوام وړ نه دي. د اسرائیلو عامه افکار په دې اړه مختلف فکر لري چې حکومت څنګه له دې بحران سره مبارزه کوي. پداسې حال کې چې ځینې فکر کوي چې ایران ته سخت ځواب ته اړتیا ده، خو یوه بله برخه بیا  د احتمالي بشپړې جګړې خطرونه په ګوته کوي.

 

د ایران لپاره، دې شخړې ته باید نه یوازې د ځواک د نندارې په توګه، بلکې د ستراتیژیک محاسبې په توګه هم وکتل شي. ایران په دې بریدونو سره نه یوازې اسرائیلو ته بلکې په سیمه او نړۍ کې خپلو سیالانو ته هم پیغامونه استولي دي.

دا په څرګنده توګه روښانه کوي چې ایران د خپلو ملي امنیت ګټو ساتنې سربیره د خپل سیمه ایزو ځواک پیاوړي کول دي. د ایران لخوا ترسره شوي بریدونه په ځانګړې توګه د اسرائیلو پر پوځي او ملکي تاسیساتو د ایران د پوځي ظرفیت او هوډ څرګندونه کوي. ایران په دغو اقداماتو سره په سیمه ایزو او نړیوالو لوبغاړو باندې د خپل نفوذ د زیاتولو او په عین حال کې په کورنی سیاست کې د خپل دریځ د ټینګولو هدف لری. ځکه چې د ایران حکومت د خپل ملي عزت او خپلواکۍ د ساتنې په خبرو سره په کور دننه او هم په سیمه ایزه کچه ملاتړ غواړي.

 

د ایران او اسرائیلو تر منځ دغه وروستۍ شخړه له عربي نړۍ سره د اسرائیلو پر اړیکو هم اغېز کوي. پداسې حال کې چې اسرائیل د ایران بریدونو ته ځواب ورکوي، دا اړتیا احساسوي چې له عربي هیوادونو سره خپل اتحاد ټینګ وساتي. دا په سیمه کې د اوږدمهاله ستراتیژیکو اهدافو او متحدینو په برخه کې د اسرائیلو لپاره یو مهم توازن عمل دی.

د دې شخړې بل مهم اړخ د ایران کورني سیاست او عامه افکار دي. د ایران حکومت بهرنۍ پالیسي او پوځي اقدامات د ملي عزت او امنیت د احساس د پیاوړتیا لپاره کاروي. دا دواړه په کورني سیاست کې خپل دریځ پیاوړی کوي او په نړیوال ډګر کې د بې ثباتۍ او حاکمیت پیغامونه استوي.

 

په نهایت کې، د ایران-اسرائیل شخړې ته که کتنه وشي د نظامي اقداماتو څخه د ډیرو زیاتو څه ښکارندويي کوي. دا حالت به یو متحرک او څو اړخیزه شخړه ته دوام ورکړي چې د سیمه ایزو او نړیوالو قدرتونو ترمنځ اړیکې، ډیپلوماسۍ او امنیتي پالیسیو باندې ژورې اغیزې کوي. نړیواله ټولنه په دې باور ده چې دا ډول شخړې نه یوازې سیمه ییزې بلکې د نړۍ د سولې او امنیت مسله هم ده.

د دې په درک کولو سره چې دوی په امنیت باندې د پام وړ اغیزې لري، دوی باید ډیر مسؤلیت په غاړه واخلي او د حل لارې ته وده ورکړي. د ایران او اسرائیلو تر منځ دا روانه شخړه د نورو سیمه ایزو لوبغاړو او لویو قدرتونو سره د ګډو او ویشل شویو ګټو پر سر د نویو ایتلافونو د جوړولو لپاره زمینه برابروي. دا اتحادونه کولی شي په پریکنده توګه د شخړې لاره او په نړیوال سیاست کې د هغې اغیزې رامینځته کړي.



اړوند خبرونه