د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

2128297
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

 

په ننۍ خپرونه کې تاسې ته د تورکیې د سکاریا ولایت د ابخاز مشهور پنیر په اړه لنډ معلومات درکوو.

"ابخاز پنیر" چې خپل نوم د قفقاز اصلي اوسیدونکو چې څه باندې یوه پیړۍ مخکې د تورکیې تورې بحیرې په سیمه کې د سکاریا ولایت ته راکډه شوي دي  اخیستی دی.  

د ابخاز پنیر په ۲۰۲۱ کال کې د سکاریا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې په غوښتنلیک د تورکیې په جغرافیه کې ثبت شوو محصولاتو په لست کې شامل شو.  دا پنیر، چې د ابازا پنیر په نوم هم یادیږي، یو فایبر جوړښت لري، امبر ژیړ رنګ لري او معمولا اوبدل کیږي.

د ویلو ده چې د نورو پنیرونو سره د ابخاز د پنیر توپیر د جوړښت  په طریقه کې دی. د ابخاز پنیر د جوړولو لپاره شیدې تر ۴۰ درجو ګرمیدو نه وروسته پکې لږ ماسته اچول کیږي او د شیدو د یخیدو نه وروسته پکې د پنیر تومنه اچول کیږي.

وروسته دا شیدې د پنیر تومنې لپاره د یو نیم ساعت لپاره دمه کیږي. وروسته د چړې په مرسته پنیر غوځیږي او بیا پرې شوې ټوټې په میکسر باندې په کلاره کلاره میکس کیږي . وروسته دا مواد په یو جالۍ ډوله کاسه کې اچول کیږي تر څو ټولې اوبه ترینه لاړې شي. کله چې ترینه ښه اوبه لاړې  بیا دا پنیر د نیم ساعت لپاره په ګرمو اوبو کې پریښودل کیږي تر څو جاولن شي.

وروسته د یو قالب په منځ کې پاک ټوکر اچول کیږي. د ټوکر د پاسه پنیر ځای په ځای کیږي او بیا  پرې یو دروند شی ایښودل کیږي تر څو د ښه فشار لاندې راشي او ټولې اوبه ترینه لاړې شي.

کله چې د پنیر نه ټولې اوبه لاړې شي بیا يي د چړې په مرسته د یو موټي په اندازه پرې کیږي.

وروسته دا پنیر د جاولن کیدو په خاطر یو ځل بیا په ګرمو اوبو کې اچول کیږي او د نږدې یو ساعت لپاره پدې ګرمو اوبو کې پریښودل کیږي.

تر څو ښه جاولن شي. کله چې پنیر له ګرمو اوبو راویستل شي بیا پکې مالګه اچول کیږي او بیا په یو غوړ کاغذ کې بسته بندي کیږي او په یو مرتبان کې اچول کیږي. وروسته دا پنیر په یو یخ ځای کې د دوو میاشتو لپاره ایښودل کیږي تر څو ښه ورسیږي. د دوو میاشتو رسیدو نه وروسته پنیر خوړولو ته اماده کیږي.



اړوند خبرونه