د افغانستان په ختيځ کې د ننګرهار ولایت د سره رود په ولسوالۍ کې چاودنه رامنځته شوه.

په ننګرهار ولایت کې چاودنه شوې

2065070
د افغانستان په ختيځ کې د ننګرهار ولایت د سره رود په ولسوالۍ کې چاودنه رامنځته شوه.

د افغانستان په ختيځ کې د ننګرهار ولایت د سره رود په ولسوالۍ کې چاودنه رامنځته شوه.

د ننګرهار ولایت د رسنیو د دفتر د خبر له مخې دا چاودنه نن پنجشنبه په ځايي وخت  د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې د سره رود ولسوالۍ د نغرک پل تر څیرمه د یو سلماني دوکان په مخکې رامنځته شوې ده .

ویل کیږي چاودنه د ځانمرګي برید په نتیجه کې رامنځته شوې ده . یو تن چې د ځان پورې چاودیدونکي توکي تړلي وو چاودنه وکړه.

د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز ویلي دي چې د پیښې په ځای کې پلټنې کړي دي، د برید کوونکي هویت تر اوسه پورې معلوم ندی او د برید په اړه تحقیقات دوام لري.

هغه ویلي دي چې پدې چاودنه کې برید کوونکي مړ او د سلماني یو تن شاګرد پکې ټپي شوی دی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې یا شخص په غاړه ندی اخیستی.


پيوندونه: #چاودنه , #ننګرهار

اړوند خبرونه