په کابل کې په مساپروړونکي‌ کاسټر ډوله موټر چاودنه شوې

د کابل په ننۍ چاودنه کې ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتی

2061638
په کابل کې په مساپروړونکي‌ کاسټر ډوله موټر چاودنه شوې

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  مهتاب قلعه په سیمه کې درنده چاودنه شوې ده .

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدران ویلي‌ دي‌ چې نن سې شنبه د کابل په لویدیځ کې د مهتاب قلعه  په سیمه کې په یو مساپروړونکي‌ کاستر چاودنه شوې.

هغه ویلي‌ دي‌ چې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د ویلو ده چې دا برید نن سې شنبه د ماښام د شپږنیمو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې دی.

د بله پلوه عینو شاهدانو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې ددې پیښې د ځاني‌ تلفاتو شمیره د اعلان شوي‌ رقم نه ډیره لوړه ده. عیني‌ شاهدانو ویلي‌ دي‌ چې پدې پيښه کې تر شلو ډیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په اړه ندی اخیستی.

د ویلو ده چې لنډه موده مخکې هم پدې سیمه کې په یو سپورتي‌ کلپ کې چاودنه شوې چې له امله يي ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه