په کابل کې درنده چاودنه شوې

د کابل د دشتي‌ برچي‌ په سیمه کې په یو مساپروړونکي‌ بس چاودنه شوې

2061633
په کابل کې درنده چاودنه شوې

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د دشتې برچي په سیمه کې درنده چاودنه شوې ده .

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدران ویلي‌ دي‌ چې نن سې شنبه د کابل په لویدیځ کې د دشتې برچي‌ په سیمه کې په یو مساپروړونکي‌ بس چاودنه شوې.

هغه ویلي‌ دي‌ چې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په اړه ندی اخیستی.

د ویلو ده چې لنډه موده مخکې هم پدې سیمه کې په یو سپورتي‌ کلپ کې چاودنه شوې چې له امله يي ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه