افغانستان په پلازمینه کابل کې په یو سپورتي  کلپ کې زوروره چاودنه شوې ده .

په کابل کې چاودنه شوې

2056469
افغانستان په پلازمینه کابل کې په یو سپورتي  کلپ کې زوروره چاودنه شوې ده .

افغانستان په پلازمینه کابل کې په یو سپورتي  کلپ کې زوروره چاودنه شوې ده .

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د ماسخوتن د ۷ نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې رامنځته شوې ده.

ویل کیږي چاودنه د بوکس په یو کلپ کې رامنځته شوې ده .

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدران ویلي دي چې نن پنجشنبه د لړم څلورمه د ماسخوتن د ۷ نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل په لویدیځ کې چاودنه شوې ده .

پداسې حال کې چې ځدران پدې پيښه کې د دوو تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی خو عینې شاهدانو بیا د مرګ ژوبلې شمیره لوړه ښودلې ده.

عیني شاهدانو ویلي دي چې تر اوسه پورې د ۷ تنو د وژل کیدو پخلی شوی دی.

همداشان پدې پيښه کې ګنشمیر کسان ټپیان شوي  دي  چې په سیمه کې نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. د ویلو ده چې د کابل لویدیځ وخت نا وخته د دې ډول بریدونو شاهدي کوي.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه