په هندوستان کې د افغانستان سفارت خپل فعالیت وځنډو.

په هندوستان کې د افغانستان سفیر فرید مامونزي په نوي  ډیلي  کې د سفارت د فعالیتونو د ځنډولو په اړه خپل تصمیم د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ته ابلاغ کړ.

2044179
په هندوستان کې د افغانستان سفارت خپل فعالیت وځنډو.

په هندوستان کې د افغانستان سفارت خپل فعالیت وځنډو.

په هندوستان کې د افغانستان سفیر فرید مامونزي په نوي  ډیلي  کې د سفارت د فعالیتونو د ځنډولو په اړه خپل تصمیم د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ته ابلاغ کړ.

مامونزي د بهرنیو چارو وزارت ته په استولي  لیک کې ویلي دي چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۳۰ مې نیټې نه په اعتبار سره خپل فعالیت ځنډوي.

سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته په استولي لیک کې د سفارت د چارو د ځنډولو لامل د هندوستان لخوا د لازمې همکارۍ نه کول په ګوته کړي  دي.

سفیر په لیک کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د هندوستان حکومت د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط نه وروسته د افغانستان سفارت سره خپله همکاري په ټپه درولې وه. د بیلګې په توګه د زرګونو تنو افغانانو ویزې ابطال کړې، په سلګونو تنو افغان محصلین چې ددې هیواد په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت ول د هغوې د ویزې د تمدید نه يي ډډه وکړه او له افغانستان سره بشري مرستې ودرولې.

همداشان د هند حکومت د افغانستان د سفارت د یو تن ډیپلوماټ چې د ویزې موده يي پایته رسیدلې وه د ویزې د تمدید نه ډډه کړې ده .

نوموړی ډیپلوماټ سره ددې چې د یو دریم ګړي هیواد ویزه لري خو د هند لخوا ورته د وتو اجازه نه ورکول کیږي.

د یادولو وړ ده چې په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت ډیری ډیپلوماټانو نورو هیوادونو ته پناه وړې ده.

په هند کې د افغانستان سفیر فرید مامونزی چې د انګلستان تابعیت لري لندن ته تللی دی.

هغه د لندن نه د هند د بهرنیو چارو وزارت ته په لیک په استولو سره د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې د لومړۍ نیټې یعنې د خالي ورځې نه په اعتبار سره د سفارت د تړولو نه خبر ورکړی دی.

د یادولو وړ ده چې فرید مامونزی د افغانستان د پرزول شوي ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د سفیر په توګه ټاکل شوی وو. همداشان د محمد اشرف غني  د حکومت د ړنګیدو نه وروسته سفیر مامونزي خپلې دندې ته دوام ورکړ.

د هندوستان حکومت د افغانستان د سفیر ددې تصمیم په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.

د ویلو ده چې د روان کال د اپریل په میاشت کې د طالبانو حکومت  په ډیلي کې د افغانستان د سفارت یو تن کارکوونکی قادر شاه  شاه  د مامونزي پر ځای د سرپرست په توګه وټاکه خو مامونزي د طالبانو د حکومت پریکړه ونه منله او خپلې دندې ته يي دوام ورکړو.



اړوند خبرونه