په افغانستان کې د نفتو په استخراج پيل وشو

په افغانستان کې د طالبانود  یوې  چینايي کمپنۍ CAPEIC په مرسته د  لومړي ځل لپاره په سرپل ولایت کې د تېلو په استخراج پیل وکړ.

2009160
په افغانستان کې د نفتو په استخراج پيل وشو

په افغانستان کې د طالبانود  یوې  چینايي کمپنۍ CAPEIC په مرسته د  لومړي ځل لپاره په سرپل ولایت کې د تېلو په استخراج پیل وکړ.

د طالبانو د موقت حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور او د چینايي کمپنۍ مسوولینو د سرپل ولایت په قشقري په حوزه  کې د نفتو له څاه څخه د تولید د پیل په مراسمو کې ګډون کړی و.

دلاور د قشقري‌ حوزې د نفتو د څاه څخه د نفتو د تولید په پرانیست غونډه کې  په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې په دې سیمه کې به د تېلو ۱۵ نورې څاګانې د ۲۰۲۳ کال تر پایه ترمیم او فعالې شي.

دلاور افغانستان ته د بهرنيو پانګوالو د بلنې په ترڅ کې وويل، چې په راتلونکي کې به په دغه ولايت کې د نفتو له څاګانو څخه ورځنی تولید کچه سل ټنو ته لوړ شي.

له بلې خوا د طالبانو ادارې د افغانستان په شمال کې د مزارشریف او شبرغان ښارونو ترمنځ د طبیعي ګازو د ۹۵ کیلومتره نل لیکې د غځولو د پروژې د پیل اعلان وکړ.

د جنورۍ په پنځمه د طالبانو د موقت حکومت او چینايي کمپنۍ (CAPEIC) ترمنځ د هېواد په شمال کې د امو سیند شاوخوا د تېلو د اکتشاف او استخراج په اړه یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د تړون له مخې به په جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د ۴۵۰۰ کیلومتره مربع په ساحه کې د نفتو استخراج ترسره شي.

چينايي شرکت تمه لري چې په لومړي کال کې ۱۵۰ میليونه ډالره او په لومړيو دريو کلونو کې ټولټال ۵۴۰ میليونه ډالره پانګونه وکړي.

ویل شوي چې د قرارداد موده ۲۵ کاله ده، خو که چینايي شرکت د یو کال په موده کې خپل مکلفیتونه پوره نه کړي، قرارداد به په اتوماتیک  ډول لغوه شي.

 

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبان به لومړی په دې پروژه کې ۲۰ سلنه ونډه ترلاسه کوي او د وخت په تېرېدو به دا کچه ۷۵ سلنې ته لوړه شي، په داسې حال کې چې ویل شوي، چې له دې پروژې سره به ۳ زره افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.



اړوند خبرونه