داعش ترهګرې ډلې د بدخشان د والي په مرستیال د برید مسئولیت په غاړه واخیست

داعش ترهګرې د افغانستان په بدخشان ولایت کې د طالبانو لخوا د ټاکل شوي مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي د وژنې پړه پر غاړه واخیسته.

1996540

داعش  ترهګرې ډلې په خپل ټولنیزه میډیا پاڼه کې په  خپور کړي‌ یوه بیان کې د پرونۍ برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

دبدخشان ولایت مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي د فیض آباد ولسوالۍ د  محکمې څلورلارې کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د ویلو ده  چې د روان کال د مارچ په نهمه نیټه  د طالبانو د موقت حکومت د بلخ ولایت  والي محمد داوود مزمل د خپل کار په  دفتر کې په یوه بمي برید کې ووژل شو، چې مسوولیت یې د داعش ترهګرې ډلې  په غاړه اخیستی وو.

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته ورسید داعش د طالبانو پر غړو او ملکي وګړو خپل بریدونه زیات کړي دي.

اړوند خبرونه