طالبانو د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي‌ پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

د طالبانو ادارې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په اړه چې د هلمند سیند د اوبو د ستونزې په اړه یې تیره ورځ طالبانو ته اخطار ورکړی وو ، ډیر سخت  غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د ایران دریځ دوه اړخیزو اړیکو ته زیان رسولی شي.

1988373
طالبانو د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي‌ پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

طالبانو د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي‌ پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

د طالبانو ادارې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په اړه چې د هلمند سیند د اوبو د ستونزې په اړه یې تیره ورځ طالبانو ته اخطار ورکړی وو ، ډیر سخت  غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د ایران دریځ دوه اړخیزو اړیکو ته زیان رسولی شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل شخصي ټویټر اکاونټ کې په دې اړه لیکلي دي،

دوی هغه تړون ته ژمن دي، چې په ۱۹۷۳ کال کې د افغانستان او ایران تر منځ لاسلیک شوی دی، چې له مخې یې د هلمند د سیند د اوبو ستونزه هواره شوې  او د تړون له مخې رامنځته شوې ژمنې عملي شوي‌‌ او نن هم عملي‌ کیږي.

مجاهد د دې په ټینګار سره چې په افغانستان کې د وروستیو سختو وچکالیو له امله د هلمند په سیند کې د اوبو کچه د پام وړ راټیټه شوې او په سیند کې کافي اوبه نشته، یادونه وکړه چې د کافي اوبو په شتون کې د هوکړې له مخې شوې ژمنې عملي کېدای شي.

مجاهد د دې خبرې په څرګندولو سره  ویلي‌ دي‌ چې د ایران پولې ته څېرمه د افغانستان په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند کې هم اوبه نشته.

که چیرې د کجکي بند اوبه خوشې هم  شي، نو د کمال خان بند ته نه  رسېږي. ایراني لوري ته پکار ده چې دا واقعیتونه درک کړي.".

مجاهد زیاته کړې ده ،

"په داسې حالت کې موږ د ایران له خوا د اوبو په اړه پرله پسې غوښتنې او په رسنیو کې نامناسب څرګندونې زیانمنې ګڼو، که حقایق په سمه توګه ونه څېړل شي او دا ډول څرګندونې وشي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي فضا به خرابه شي. د دواړو خواوو څخه باید  دا ډول څرګندونې تکرار نشي."

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سیستان بلوچستان ولایت ته چې له افغانستان سره پر پوله پروت دی، لیدنه وکړه او د اوبو د ستونزې په اړه یې څرګندونې وکړې.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي بیا د ډیرو تندو څرګندونو په کولو سره وویل

"که زموږ کارپوهان د اوبو کمښت تاييد کړي، نو موږ به د ويلو لپاره څه نه لرو، که نه نو اجازه به ورنکړو چې زموږ د خلکو حقونه تر پښو لاندې شي. زه د افغانستان له واکمنانو څخه غواړم چې ايران ته د اوبو حق ژر تر ژره ورکړي." هغه وویل چې زه د افغانستان حاکمانو ته اخطار ورکوم او زمونږ دا اخطار باید جدي‌ ونیسي. وروسته دې بیا ګیله نه کوي‌ چې دوې مونږ ته نه وو ویلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل:

"د هوکړې له مخې، دا د ایران طبیعي حق دی. د اړتیا په صورت کې به د افغان حکومت د یوې برخې لپاره چې په دې مسله کې له ایران سره همکاري نه کوي د فشار له وسیلو کار واخلي."

همداشان د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر تندو څرګندونو او اخطار په افغانستان کې د عامه وګړو ډیر سخت غبرګون هم پارولی دی. افغانستان عام وګړي‌ وايي چې د څو لسیزو راهیسې  د افغانستان اوبه پرته د کوم ښه او بد د ایران پر لورې روانې وې. نن ورځ چې افغانستان غواړي‌ خپلې اوبه اداره کړي‌ ایران څخه لاره ورکه ده.

د ویلو ده چې د افغانستان پخواني‌ ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم پدې اړه ویلي‌ وو چې افغانستان اوبه لري‌ او ایران تیل. ایران دې ددې اوبو په بدل کې مونږ ته تیل راکړي.



اړوند خبرونه