په کندهار ولایت کې ټرافیکي پیښې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کابل - کندهار په لویه لاره د ټرافیکی پیښې له امله ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
1980212
په کندهار ولایت کې ټرافیکي پیښې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار ولایت ځايي مسئولینو ویلي دي چې نن سهار د کندهار-کابل پر لويه لاره په يوې ترافيکي پيښه کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي
د کندهار د والي وياند حاجي زيد رسنیو ته ویلي دي چې پيښه د کابل-کندهار پر لويه لاره د دامان ولسوالۍ په مربوطانو کې د لويو مسافر وړونوکي موټر چپه کیدو له امله رامنځته شوي ده. هغه وايي په ټپیان کې د دو تنو روغتیايي وضعيت د انديښنې وړ دی. د کابل-کندهار پر لويه لاره وخت ناوخته د موټر چلونکو د بي احتياط له امله دغه ډول پيښې رامنځته کيږي.