په افغانستان کې په یو ښوونځي‌ د لاسي‌ بم برید شوی

د افغانستان په شمال کې په یو ښوونځي‌ د لاسي‌ بم برید شوی

1968028
په افغانستان کې په یو ښوونځي‌ د لاسي‌ بم برید شوی

د افغانستان په شمال کې د جوزجان ولایت په قوشتپې ولسوالۍ کې په یو ښوونځي د لاسي بم برید  په نتیجه کې دوو زده کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د جوزجان د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالستار حليمي رسنيو ته ويلي، چې ناپېژاندو وسله والو د کوټ ولسوالۍ پر ښوونځي لاسي بم وغورځاوه.

حليمي وويل چې په دې بريد کې دوه زده کوونکي وژل شوي او څلور زده کوونکي ټپيان شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي، برید په هغه لومړني ښوونځي کې شوی، چې نجونې پکې زده کړې کوي.

تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.



اړوند خبرونه