د افغانستان په پلازمینه کابل کې  ځانمرګی برید وشو.

په کابل کې ځانمرګی برید شوی

1965713
د افغانستان په پلازمینه کابل کې  ځانمرګی برید وشو.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  ځانمرګی برید وشو.

د  افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي‌ دي‌ چې نن د پلازمینه کابل دویمې امنیتي‌ حوزې اړوند د ملک اضغر په څلور لارې کې  د یوې امنیتي‌ پوستې ترڅنګ ځانمرګی برید وشو.

هغه ویلي‌ دي چې ځانمرګی برید کوونکی هدف ته د رسیدو نه مخکې د امنیتي‌ ځواکونو لخوا  تشخیص او په نښه شو.

د ځانمرګي‌ برید کوونکي‌ د لمنځه وړو نه وروسته د هغه پورې تړل شوو چاودیدونکو توکو چاودنه وکړه چې په نتیجه کې ۶ تنه ملکي‌ وګړي‌ په شهادت ورسید او ګنشمیر نور ټپیان شول.

د ټکور په وینا پدې برید کې ۳ تنه طالبان هم ټپیان شوي دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. 



اړوند خبرونه