په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو ادارې ته وسپارل شو.

ایران په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته تسلیم کړ

1951834
په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو ادارې ته وسپارل شو.

په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو ادارې ته وسپارل شو.

د طالبانو د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د خپل شخصي ټویټر پاڼه کې په دې اړه څرګندونې کړې دي.

بلخي ویلي دي چې په تهران کې د افغانستان سفارت ته نوی شارژدافېر او ډيپلوماتان ټاکل شوي او سفارت  به  خپل فعاليتونه د نوو ډیپلوماټانو سره دوام وکړي.

بل لور ته په تهران کې د افغانستان سفارت د جمهوریت د دورې ډیپلوماتانو سفارت تخلیه کړ.

د ویلو ده چې په ترکمنستان، پاکستان، روسیې او چین کې د افغانستان سفارتونه تېر کال طالبانو ته سپارل شوي وو.

په ټوله نړۍ کې د افغانستان په پاتې سفارتخانې د پخواني افغان حکومت له خوا ټاکل شوو ديپلوماتانو لخوا اداره کیږي.

تر اوسه پورې هیڅ کوم هیواد په رسمي توګه د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پیژندلې، په شمول هغه هیوادونه چې په خپلو هیوادونو کې یې سفارتونه طالبانو ته سپارلي هم دي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د افغانستان کنټرول او واک ترلاسه کړ.



اړوند خبرونه