په  بشري چارو د ملګرو ملتونو د سرمنشي  مرستیال مارتین ګریفیتس په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته تللی دی.

د ملګروملتونو سازمان یو جګپوړی پلاوی افغانستان ته تللی دی

1936953
په  بشري چارو د ملګرو ملتونو د سرمنشي  مرستیال مارتین ګریفیتس په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته تللی دی.

په  بشري چارو د ملګرو ملتونو د سرمنشي  مرستیال مارتین ګریفیتس په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته تللی دی.

د ویلو ده چې د مارتین په مشرۍ دا پلاوی ، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې له طالب چارواکو سره پر افغان ښځو د لګول شوو محدودیتونو او د بشري مرستو پر وړاندې د خنډونو په اړه خبرې کوي.

کابل ته تللي د ملګرو ملتونو سازمان پلاوي د طالبانو د موقت حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان  متقي او د رئیس الوزرا‌‌‌‌‌ء له مرستیال عبدالسلام حنفي سره لیدنې وکړې.

د طالبانو یو ویاند بلال کریمي او د طالبانو د موقت حکومت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په خپلو شخصي ټویټر پاڼو  کې د خبرو د محتوا په اړه څرګندونې کړي دي.

په همدې اساس، د ملګرو ملتونو سازمان دې چارواکي مارتین ګریفیتس تېره میاشت په افغانستان کې د نجونو د پوهنتون د زده کړو د ځنډېدو او په سیمه ییزو او بهرنیو غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار د ځنډېدو په اړه اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ چې ښځې باید افغان ولس ته په اغېزمنه توګه د بشري مرستو په رسولو کې فعاله ونډه واخلي.

ګریفیتس وویل چې دوی د ۲۰۲۳ کال لپاره  ۲۸ میلیونه تنه اړمنو افغانانانو ته د بشري مرستو د رسولو په خاطر د ۴عشاریه ۶  میلیارد ډالرو بشري مرستو غوښتنه کړې . هغه وویل چې په ټول افغانستان کې امنیت ښه شوی دی.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزراء مرستیال عبدالسلام حنفي د دې خبرې په ټینګار سره  وویل چې له افغانستان سره بشري مرستې باید په هر ډول شرایطو کې دوام وکړي. هغه ، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه وویل: "مونږ هیله لرو چې دا مسله به د اجماع له لارې حل شي."

د طالبانو د موقت حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي  ټینګار وکړ چې افغانستان د نړیوالې ټولنې یوه برخه ده او ملګري ملتونه د افغانستان او نړۍ د نږدې کولو لپاره رغنده رول لوبوي.

 

متقي همدا راز غوښتنه وکړه چې د ملګرو ملتونو پلاوي دې د افغانستان "وروستي لاسته راوړنې او فرصتونه" لکه د طالبانو د ادارې له خوا اعلان شوې عمومي بښنه، د نیوکو او نیمګړتیاوو ترڅنګ له نړیوالې ټولنې سره "رښتیني چلند" سره شریک کړي.



اړوند خبرونه