په افغانستان کې د سړې هوا له امله ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې د سړې هوا او سختې یخنۍ له امله په لسګونو تنو ژوند لاسه ورکړی
1933192
په افغانستان کې د سړې هوا له امله ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د افغانستان نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د هیواد په شمال او لویدیځ کې د ډیرې سختې سړې هوا او یخنۍ له امله په ځانګړې توګه د هېواد په مرکزي او شمالي سیمو کې د ګنشمیر کسانو ژوند اخیستی دی.
د یادولو وړ ده چې ددې سړې هوا او سختې یخنۍ له امله په بادغیس ولایت کې د ۴ ماشومانو په ګډون ۵ تنو، په هرات او بغلان کې ۹ تنو، په خوست کې ۵ تنو، په فاریاب کې ۲ تنو، په جوزجان کې ۲ تنو او په سرپل کې ۱ تن ژوند د لاسه ورکړی دی.
له بلې خوا ویل شوي چې د هایپوترمیا ناروغۍ له امله په سلګونو تنو روغتونونو ته مراجعه کړې او زرګونه څاروي مړه شوي دي.په افغانستان کې د ټيټ عايد لرونکو خلکو يوه لويه د اقتصادي بحران له امله په ژمي کې سوند توکو لکه لرګيو او ډبرو سکرو د اخیستو توان نلري.