د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په مخکې درنده چاودنه شوې.

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ترڅنګ چاودنه شوې

1931386
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په مخکې درنده چاودنه شوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په مخکې درنده چاودنه شوې.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي دي چې نن چارشنبه د نوامبر ۱۱ مه نيټه د مازیګر د ۴ بجو په شاوخوا کې د بهرنیو چارو وزارت په مخکې چاودنه وشوه.

هغه ویلي دي له بده مرغه چې دا چاودنه ځاني تلفات هم لري. د ویلو ده چې دا چاودنه د بهرنیو چارو وزارت د مامورینو د رخصتۍ پر مهال رامنځته شوې ده .

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدران بیا ویلي دي چې له بده مرغه پدې پیښه کې ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او یو زیات شمیر نور ټپیان شوي دي.

 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو تن کارکوونکي د تورکیې غږ راډیو ته وویل چې 

" د رخصتۍ پر مهال چې کله مونږ د وزارت د دروازې نه راووتو یو څو متره لا مخکې تللي نه وو چې چاودنه وشوه. چاودنه ډیره درنده وه. ګنشمیر کسان پدې چاودنه کې په شهادت ورسیدل. ګنشمیر نور ټپیان شوي دي. د ځاني تلفاتو دقیقه شمیره معلومه نده  "

د وزارت یو بلې سرچینې  بیا تورکیې غږ راډیو ته وویل چې پدې پیښه کې یواځې د بهرنیو چارو وزارت ۱۶ تنو کارمندانو ژوند د لاسه ورکړی او په لسګونو  تنه نور ټپيان شوي‌ دي.

 د پيښې ټپیانو نږدې روغتونونو ته انتقال او درملنې لاندې نیول شوي دي.

د ویلو ده چې دا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په تاریخ کې  تر ټولو ستره غمیزه ده ده. په تیر حکومت کې هم په کراتو پدې وزارت د بریدونه شوي‌ وو چې پدې اندازه ځاني‌ تلفات پکې نه وو اوښتي. 

 



اړوند خبرونه