د بدخشان د امنیې پر قومندان بمي برید شوی
د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې د یوه بم په چاودنه کې د امنیه قومندان په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
1923862
د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې د یوه بم په چاودنه کې د امنیه قومندان په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته ویلي، چې د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې د دغه ولایت د امنیه قومندان پر موټر بمي برید شوی دی.
د ټکور په خبره، په دغه برید کې د طالبانو د بدخشان امنیه قومندان مولوي عبدالحق ابو عمر او ۲ تنو نورو ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه ټپیان شوي دي.
عيني شاهدان وايي چې په بريد کې د ټپيانو شمېر شپږ تنه وو.