د نړۍ په کچه د طالبانو پر خلاف سخت غبرګونونه پیل شوي
په افغانستان کې د طالبانو ادارې لخوا په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو زده کړو د ځنډولو د پریکړې په اړه غبرګونونه دوام لري.
په افغانستان کې د طالبانو ادارې لخوا په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو زده کړو د ځنډولو د پریکړې په اړه غبرګونونه دوام لري.
د امریکا متحده ایالتونو، انګلستان، جرمني، فرانسې او کاناډا په ګډون د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې په استازیتوب د بهرنیو اړیکو او امنیتي تګلارې عالي استازي جوزپ بوریل یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.
په اعلامیه کې د طالبانو هغه پریکړه غندل شوې چې په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو زده کړې ځنډولي دي. په اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ظالمانه اقدامات په وحشیانه او سیستماتیک ډول دوام لري.
په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې " دا ډول اقدامات د طالبانو او افغان ولس او نړیوالې ټولنې ترمنځه واټنونونه نور هم زیاتوي.
د خلیج هېوادونو او د اسلامي همکاریو سازمان هم د دې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی دی. د اسلامي همکاریو سازمان او سعودي عربستان، قطر، بحرین، متحده عربي اماراتو ویلي، چې د طالبانو دغه پریکړې دوې خورا اندېښمن کړي او د کابل له ادارې یې غوښتي، چې له خپلې پرېکړې څخه وګرځي. تورکیې هم د دې پریکړې په اړه غبرګون ښودلی دی. د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه به خپور کړي بیان کې وویل، "په افغانستان کې له استثنا پرته د ټولو نجونو لپاره د زده کړې د حق پېژندل د هېواد د هوساینې او راتلونکي لپاره مهم دي" بهرنیو چارو وزارت پدې بیان کې د طالبانو له حکومت څخه ددې پریکړې نه د لاس په سر کیدو غوښتنه کړې ده .
د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن هم په خپل ټولنیزه میډیا پاڼه کې دا پریکړه د اسلام د روح خلاف بللې ده.
په همدې حال کې د افغانستان په جلال اباد ښار کې د طالبانو د پرېکړې پر ضد مظاهره وشوه.